ایا حکومت ته معلومه ده چې په پاکستان کې پر سرکاري موټرو هره ورځ څومره پټرول لګول کېږي؟
که رښتیا هم د سون توکو سپما هدف وي، نو تر ټولو لومړی باید د سرکاري موټرو په استعمال بیا غور وشي، نه دا چې د ښوونځیو او کالجونو تړلو په څېر ګامونه پورته شي۔ دا موضوع یوازې د لګښت خبره نه ده، بلکې د حکومتي لومړیتوبونو پوښتنه هم ده۔په پاکستان کې د بېلابېلو سرکاري ادارو موټر هره ورځ شاوخوا ۲۵ لکه لیټره پټرول او ډیزل مصرفوي۔ که دغه اندازه د میاشتې پر بنسټ وګورو، نو دا مصرف نږدې ۷ کروړه او ۵۰ لکه لیټره ته رسېږي۔ دغه شمېرې ښيي چې د سرکاري ترانسپورټ نظام د هېواد د سون توکو په اقتصاد کې مهمه برخه لري۔
په پنجاب کې د نوې موټرو پالیسۍ له مخې ځینو لوړپوړو افسرانو ته د شخصي استعمال لپاره جلا موټر هم ورکړل شوی دی۔ د دې دلیل دا ښودل شوی چې د هغوی کورنۍ ته د شنې نمبر پلېټ لرونکي سرکاري موټر سره عامه ځایونو ته د تګ پر مهال د شرمندګۍ احساس نه شي۔ خو دغه دلیل په ولسي حلقو کې ډېرې پوښتنې راپورته کوي۔
حکومت د سیمې د جګړې د احتمالي حالت او د تیلو د رسد د اغېزمنېدو د اندېښنې له امله یو قومي د فیول کنزروېشن ایکشن پلان جوړ کړی دی۔ په دې پلان کې وړاندیز شوی چې په سرکاري او شخصي دفترونو کې Work from Home یعنې له کور څخه کار زیات شي او په تعلیمي ادارو کې Distance Learning یعنې آنلاین زده کړه رامنځته شي تر څو د سون توکو مصرف کم شي۔
خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د سرکاري موټرو د سون توکو د مصرف د کمولو په اړه کومه روښانه او جامع پالیسي تر اوسه نه ده وړاندې شوې، حال دا چې دا د سون توکو د زیات مصرف یو مهم لامل دی۔
په پاکستان کې پر سرکاري موټرو د مصرفېدونکي پټرول او ډیزلو لپاره یو واحد مرکزي سرکاري معلومات نشته۔ ځکه چې فدرالي حکومت، صوبې، پولیس، عدلیه، پوځي ادارې او بېلابېلې خپلواکې ادارې خپلې بودجې له مخې موټر کاروي۔ خو که د دولتي آډیټ راپورونه، پارلماني پوښتنې، د رسنیو څېړنې او د معلوماتو د ترلاسه کولو د قوانینو له لارې راغونډ شوي معلومات سره یو ځای شي، نو د دې لګښت یو مناسب اټکل تر لاسه کېدای شي۔
اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۲ لکه سرکاري موټر د بېلابېلو ادارو تر استعمال لاندې دي۔ په دې کې د فدرالي وزارتونو، صوبایي ادارو، ضلعي ادارې، پولیسو او دولتي کارپوریشنونو موټر شامل دي۔
د سرکاري مقرراتو له مخې ځینې موټرو ته هره میاشت شاوخوا ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ لیټره د سون توکو حد ټاکل شوی وي، په داسې حال کې چې د فیلډ افسرانو، پولیسو او ځینو نورو ادارو لپاره دا اندازه ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ لیټرو یا تر دې هم لوړه وي۔
که د دې بېلابېلو حدونو پر بنسټ ورځنی مصرف اټکل شي، نو یو سرکاري موټر هره ورځ شاوخوا ۷ څخه تر ۱۴ لیټره پټرول یا ډیزل کاروي۔ په دې ډول د یو سرکاري موټر اوسط ورځنی مصرف نږدې ۱۰ څخه تر ۱۱ لیټره کېږي۔
که دا اوسط د دوو لکو سرکاري موټرو لپاره حساب شي، نو په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۸ لکه لیټره پټرول او ډیزل د سرکاري موټرو له لارې مصرفېږي۔ په ساده ډول دا اندازه شاوخوا ۲۵ لکه لیټره هره ورځ اټکل کېدای شي۔
که د پټرولو او ډیزلو اوسط قیمت ۳۳۰ روپۍ فی لیټر فرض کړو، نو دا معنا لري چې هره ورځ شاوخوا ۸۲ کروړه او ۵۰ لکه روپۍ لګښت راځي۔ که دا حساب د میاشتې پر بنسټ وګورو، نو دا لګښت نږدې ۲۴ اربه او ۷۵ کروړه روپیو ته رسېږي، او د کال په کچه یوازې د سرکاري موټرو د سون توکو مصرف نږدې ۳۰۰ اربه روپیو ته رسېږي، چې د ملي خزانې لپاره یو لوی مالي بار دی۔
دا اټکل یوازې د ملکي سرکاري موټرو لپاره دی۔ که نیمه دولتي ادارې، خپلواکې کارپوریشنونه او لویې انفراسټرکچر ادارې هم پکې شاملې شي، نو دا لګښت تر دې هم زیات کېدای شي۔ د ځینو اقتصادي اټکلونو له مخې د ټول سرکاري نظام د سون توکو کلنی لګښت نږدې ۳۵۰ اربه روپیو ته رسېدای شي۔
په پاکستان کې ډېری سرکاري افسرانو ته د موټر تر څنګ چلوونکی، ترمیم او پټرول هم د دولت له خزانې ورکول کېږي۔ له همدې امله یوازې د سون توکو لګښت نه، بلکې د ټول ترانسپورټ نظام لګښت ډېر لوړ کېږي۔ که د موټرو پېر، ترمیم، ټایرونه او د چلوونکو معاشونه هم پکې شامل شي، نو د سرکاري ترانسپورټ ټولیز لګښت د کال په کچه نږدې ۴۰۰ څخه تر ۴۵۰ اربه روپیو ته رسېدای شي۔
په پاکستان کې د سرکاري افسرانو لپاره د موټر او سون توکو اسانتیاوې د دندې او ادارې له مخې ورکول کېږي۔ د فدرالي بیوروکراسۍ په کچه د ګریډ ۲۲ افسران لکه فدرالي سیکرټري یا چیف سیکرټري عموماً د چلوونکي سره سرکاري موټر کاروي او کله کله تر یو زیات موټر هم تر استعمال لاندې لري۔ د دوی لپاره د پټرولو میاشتنی حد عموماً ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ لیټرو پورې وي۔
د ګریډ ۲۱ او ۲۰ افسرانو ته عموماً یو سرکاري موټر ورکول کېږي او د دوی د پټرولو حد شاوخوا ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ لیټره میاشتنی وي، په داسې حال کې چې د ګریډ ۱۹ او ۱۸ افسرانو لپاره دا اندازه شاوخوا ۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ لیټرو پورې وي۔
په عدالتي نظام کې د هایکورټ او ضلعي محاکمو قاضیانو ته هم سرکاري موټر ورکول کېږي او د دوی د سون توکو میاشتنی حد عموماً ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ لیټرو پورې ټاکل شوی وي۔
په پای کې دا وضاحت ضروري دی چې په دې مقاله کې وړاندې شوي شمېرې د وروستیو رسمي دولتي شمېرنو په توګه نه شي ګڼل کېدای۔ دا اټکلونه د بېلابېلو پالیسۍ اسنادو، آډیټ راپورونو او اداري قواعدو پر بنسټ جوړ شوي دي۔ د دې لیکنې هدف دا دی چې حکومتي ادارې، څېړونکي او فکري مرکزونه دې موضوع ته جدي پام وکړي او د سرکاري موټرو د سون توکو د مصرف دقیق معلومات د خلکو مخې ته وړاندې کړي تر څو حقیقتونه روښانه شي۔
Right 👉
Good Catch, This will reduce the country losses.